د ښوونیز پروګرام جوړول

د افغانستان د مالي رپوټونو او معاملو د شننې مرکز د برېښنایي پیسو او د کوچنیو پورونو سکتورونو کې د مالي مؤسسو د قوانینو رعایت څانګو مسئولینو ته یوه ورځنی روزنیز پروګرام تنظیم کړ.

دغه روزنیز پروګرام د افغانستان د مالي رپوټونو او معاملو د شننې مرکز لخوا د کلنی پلان سره سم د برېښنایي پیسو او د کوچنیو پورونو سکتورونو کې د مالي مؤسسو کارکوونکو ته د پوهاوی لوړول، د رپوټ ورکولو مکلفیتونه، د لویو او شکمنو معاملو پېژندنه او رپوټ وړاندې کولو په موخه او نورو اړوندو موضوعګانو په اړه د دافغانستان بانک په مرکزي انډ کې په 06/12/1402 نېټه وړاندې شو.